کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): په بلخ ولايت کې د چرګانو پنځوس فارمونه جوړیږي چې هر یو به یې په يو وخت کې د غوښې لپاره د ۵۰۰ چرګانو د روزنې وړتیا ولري.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې دغه فارمونه د ياد وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام «NHLP» له لارې جوړيږي.
د سرچيني معلومات له مخې، دغه فارمونه د بلخ ولایت په نهرشاهي او بلخ ولسوالیو کې د يوې تر سره شوې سروې له لارې پېژندل شويو اړو کسانو ته جوړیږي.
احمد فهم جباري د کرنې، وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام همغږی کوونکى په هغه روزنيز پروګرام کې چې بلخ کې د يادو اړو کسانو په ګډون جوړ شوى، وويل چې د دغه روزنيز پروګرام ګډونوالو ته به د چرګانو د پالنې لارې چارې وښودل شي.
دى وايي، چې په هېواد کې د چرګانو د نورو فارمونو د جوړولو چارې هم روانې دي.
د هغه په وينا، د چرګانو د فارمونو په جوړولو سره به د چرګانو د بې کيفته غوښې او هګيو د وارداتو مخه ونيول شي.
د کرنې وارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د چرګانو د غوښې اتيا سلنه اړتيا په هېواد کې د ننه پوره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن