ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد له روس، چین او اروپایي اتحادیې سره پر افغان سولې خبرې کوي

21 Mar 2019 - 17:59
21 Mar 2019 - 17:59

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۹۸): د  افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د روسیې، چین او اروپایي اتحادیې له استازو سره پر افغان سولې خبرې کوي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا دوه ورځنۍ غونډه نن په واشنګټن کې پیلیږي .

سرچینې زیاته کړې، چې په دې ځانګړې غونډه کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم واشنګټن ته رسیدلی او په غونډه کې به د چین د سفیر ډنگ زیجن او د اروپايي اتحاد خاص استازی رونالډ کوبیا هم ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د استازو په دې لیدنه کې ‍به د افغانستان د سولې د پروسې سره د نړیوالې ټولنې په مرستو خبرې وشي او دا چې دغه ټولې خواوې څنګه په خبرو کې د پرمختګ او د دغې اوږد مهالې جګړې د ختمولو لپاره خپله برخه رول لوبولی شي.

د یادونې وړ ده چې له طالبانو سره په قطر کې د پنځم پړاو تر اوږدو خبرو وروسته خلیلزاد واشنګټن ته ستون شوی او تر اوسه یې د ګڼ شمیر هیوادونو سفیرانو سره لیدنې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version