میمنه (پژواک، ۶ وری ۹۸): د فاریاب سیمه ییز مسوولین ادعا کوي چې طالبان د شاوخوا ۴۰ زرو کورنیو برېښنا لګښت له ترلاسه کولو سربېره هڅه کوي چې د ګواښ له لارې د دولت تر ولکې لاندې سیمو د برېښنا ګډونوالو لګښت هم تر لاسه کړي.
د اندخوی په څلورو ولسوالیو کې د برېښنا شرکت مشر غلام سخي وکیل زاده، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا نږدې ۲۲ زره ګډونوال شتون لري؛ خو د څه باندې ۹۵۰۰ کورنیو د برېښنا لګښت د طالبانو له لوري اخیستل کېږي.
هغه ادعا وکړه چې طالبانو څه موده وړاندې د ګواښ له لارې له برېښنا شرکت څخه غوښتنه وکړه څو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د برېښنا لګښت هغوی ته ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه دا چې برېښنا له نورو هېوادونو واردېږي او برېښنا شرکت د اضافي لګښت د ورکولو توان نه لري، د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یې له طالبانو غوښتنه وکړه چې له دا ډول فشارونو څخه لاس واخلي.
د هغه په خبره، له منځګړیتوب وروسته طالبانو ومنله چې له خپلې ولکې لاندې سیمو به د برېښنا لګښت په اخیستو بسنه کوي.
وکیل زاده زیاته کړه چې دا مهال د قرمقول او قرغان ولسوالۍ څه باندې ۹۰ سلنه او د اندخوی ۱۷ کلیو د برېښنا لګښت چې په اوسط ډول نږدې ۳ میلیونوافغانیو ته رسېږي د طالبانو جیب ته لوېږي.
هغه زیاته کړه چې طالبان د مېتر لوستلو له هرې دورې وروسته بېلونه چاپوي او د خپلې ولکې سیمو له اوسېدونکو د برېښنا لګښت ترلاسه کوي.
خو د فاریاب د اندخوی څلورو ولسوالیو د مدني بنسټ شبکې مسوول زلمي عزیزي وویل چې په هره دوره کې د برېښنا شرکت رسمي بېلونه طالبانو ته ورکول کېږي او دا ډله د یادو بېلونو پر بنسټ د برېښنا لګښت ترلاسه کوي.
په ورته مهال، په فاریاب کې د برېښنا شرکت مشر انجنیر سید عبدالحمید پژواک ته وویل چې په دولت اباد، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او د پښتونکوټ ولسوالۍ په ځینو برخو کې د برېښنا له شاوخوا ۶۰ زرو ګډونوالو څخه، د ۲۸ زرو برېښنا ګډونوالو د برېښنا لګښت طالبان راټولوي.
نوموړي وویل چې په یادو ولسواليو کې د مېترلوستلو په هره دوره کې، د اټکل له مخې نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ د طالبانو جیب کې لوېږي.
د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر دې وړاندې طالبانو د اندخوی په قرغان او قرمقول ولسوالیو کې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د برېښنا لګښت ترلاسه کاوه؛ خو طالبان د برېښنا شرکت کارکونکو، د کلیو مشرانو او دولتي کارمندانو په ګواښلو سره غواړي چې د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو د برېښنا لګښت هم واخلي.
هغه زیاته کړه چې دمګړۍ په یادو درې ولسوالیو کې د برېښنا څه باندې ۱۰ زرو ګډونوالو د برېښنا لګښت د طالبانو جیب ته لوېږي؛ خو یادې ډلې په دې وروستیو کې د برېښنا رییس د وژلو ګواښ کړی او ویلي یې دي که د برېښنا ټول لګښت هغوی ته ور نه کړل شي و به وژل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن