ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دوحې کېدونکې غونډې موخه افغانستان کې تل پاتې سولې ته رسېدل دي”

26 Mar 2019 - 19:12
26 Mar 2019 - 19:12

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٨): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د قطر د بهرنیو چارو وزارت  ځانګړي استازي په قطر کې د سولې لپاره د کېدونکو بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې د سولې په تړاو د طالبانو او افغان سیاسیونو ناسته د روانې وري مياشتې په ٢٥مه او ٢٦مه په دوحه کې جوړه شي. څه موده مخکې دې ته ورته غونډه په مسکو کې هم جوړه شوې وه.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي نن د سه شنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره وکتل.

سرچينه زياتوي:"په دغه کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو په دويم پړاو چې په دوحه کې به ترسره شي په تفصیل او کامیابه خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د دغې ناستې هدف به د  همه شموله بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کې تل پاتې سولې ته رسېدل وي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې پخواني ولسمشر همداراز په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د قطر له هڅو مننه کړې او په دغه برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version