پلخمری (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): د بغلان ولایت ریزرف قطعې ته منسوب یوه پولیس د خپلې کورنۍ د دوو ښځو له وژلو وروسته له کوره تښتېدلی او طالبانو ته یې پنا وړې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د وري په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د زروجان په نوم یوه پولیس چې د بغلان په ریزرف قطعه کې یې د سرتېري په توګه دنده لرله، تېره ورځ کور ته په رخصتۍ تللی و، چې کله کور ته ننوتلی، خپله مېرمن او یوه ځوانه ورېره یې پر ډزو وژلي.))
بشارت وايي، سرتېري د کورنۍ شخړو له امله دغه جرم ترسره کړی او پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.
ځايي اوسېدونکی ګل محمد وايي چې د زروجان په نوم یوه کس چې پولیس و، تېر مازدیګر خپله مېرمن او یوه ځوانه ورېره پر ډزو وژلې دي.
هغه وايي چې دغه پوليس د کورنۍ غړو له وژلو وروسته له خپلې وسلې سره طالبانو ته پنا وړې ده.
د حسین خېلو کلي اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځايي طالبانو دغه پولیس نیولی او د خپلې ښځې او ورېرې د قتل په جرم یې بندي کړی دی.
خو وسله وال طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له دې وړاندې د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوه کس خپله خواښې او مېرمن پر ډزو وژلې وې
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن