مزارشريف ( پژواک، ۱۹ورى ۹۸) : د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي جمعه خان همدرد د سولې په خاطر د بن په څېر مؤقت حکومت جوړېدو سره مخالفت وکړ.
هغه چې نن د وري په ١٩مه،په مزار شريف ښار کې د بلخ، سمنګان او جوزجان اوسېدونکو لويې غونډې ته خبرې کولې، له خلکو وغوښتل چې د حکومت تر شا ودرېږي.
ياده غونډه ، ولسي جرګې ته له بلخ څخه د بريالي شوي وکيل ګل رحمان همدرد له خوا له خلکو د مننې په پار جوړه شوې وه.
د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي جمعه خان همدرد له خلکو مننه وکړه، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يې د پراخو ستونزو با وجود بيا هم ګډون وکړ.
هغه وويل، نور د زور، زر او ټوپک دوره ختمه شوې او خلک په ولايتي شورا او ولسي جرګه کې د خپلو استازو په وسيله خپلو حقونو ته رسېدلای شي.
نوموړي زياته کړه، د بلخ د تېرو اتلسو کلونو روان مصيبت ته په ولسي جرګه کې د خلکو د رښتيني غږ له لارې د پای ټکی کېښودای شي.
د همدرد په خبره، له تېرو اتلسو کلونو راهيسې د شمال زون نهه ولايتونه د يوې مشخصې کړۍ او حزب په لاس کې دي.
نوموړی وايي، يادې کړۍ قانون په لاس کې اخيستی و او هر هغه څه يې چې زړه غوښتل ترسره کول يې.
د همدرد په وينا، پنځه کاله وړاندې يې د ولسمشر غني ټيم ته په همدې خاطر کمپاين کړی و، چې خلک به په شمال کې له شته بې عدالتيو او ناخوالو ژغوري.
نوموړي زياته کړه چې په شمال کې د حزب اسلامي له غړو سره په تېره يوه نيمه لسيزه کې ډېر ظلمونه شوي.
همدرد وايي : (( يو ۸۵ کلن سړی په دې خاطر لس کاله په زندان کې اچول شوی و، چې هغه د حزب اسلامي غړيتوب درلود، همدا ډول لسګونه او سلګونه نورې بېلګې هم شته، چې خلک ځورول شوي دي)).
د هغه په خبره، حکومت ورته څو ځله پر لوړو څوکيو د دندې ترسره کولو وړانديز کړی؛ خو د ده له خوا رد شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن