ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باران او سېلابونو په بغلان او پکتيا کې هم خلکو ته زيانونه اړولي

16 Apr 2019 - 15:54
16 Apr 2019 - 15:54

ګردېز- پلخمري (پژواک، ٢٧ ورى ٩٨): باران او سېلابونو د نورو ولايتونو تر څنګ په پکتيا او بغلان ولايتونو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د پکتيا ځايي چارواکي وايي چې د روان باران او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې تر اوسه يوولس کورونه نړېدلي او د دې تر څنګ د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د یاد ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس شادم خان هلال پژواک ته وويل چې په ځاځي اريوب کې د يوه کور د چت لوېدو په پېښه کې دوه ښځې مړې شوې او په څمکنيو کې سېل يو ځوان مړ کړی دی.

هلال وايي، يوه ښځه او يو سړى په اريوب کې د کور نړېدو په پېښه کې ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د دې مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته خو سيمې د بېړني حالت د ټيمونو له رسېدو وروسته به د مالي او ځاني زيانونو کره شمېر معلوم شي.

د مسوولينو په خبره، دغه کورونه په احمدابا، سيدکرم، احمدخېل، لجه منګل، څمکني، ډنډپټان او اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې نړېدلي دي.

د يو بل خبر له مخې، په بغلان کې د تېرو څو ورځو پرله پسې ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو د دغه ولایت په دوشي او تاله برفک ولسوالیو کې پر دوه زره جریبه ځمکه کرل شوي غنم او لسګونه څاروي له منځه وړي.

د بغلان ولایتي شورا غړي سمیع الدین ناظر پژواک اژانس ته وویل چې له اړوندو ادارو يې د مرستو غوښتنې کړي خو تر اوسه چا ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د هغه په وينا، وايي که مرستې ونه شي، د زیانمنو سیمو اوسېدونکي به سږ کال د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

د دوشي ولسوال، صاحب داد غفوري هم په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله اوښتو زیانونو په تايید پژواک ته وویل چې دوه زره جريبه ځمکه او ٥٥ څاروي له منځه تللي دي.

په بغلان کې طبيعي پېښو ته د رسېدو ادارې مسوول مجیب الرحمن بهین وايي، د کورونو ړنګېدو راپور یې نه دی ترلاسه کړی، کرنیزو ځمکو ته یې د اوښتي زیان کچې معلومولو په موخه سیمې ته د سروې ټیم استول شوی دی.

د يادونې ده، په ټول هېواد کې د وروستيو سېلابونو او ورښتونو له امله تر ١٢٠ ډېر کسان مړه، لسګونه ټپيان او سلګونه کورونه زيانمن شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version