کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٨): د کرنې وزارت وایي، د ۴۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د هېواد په اتو ولایتونو کې د اوبو لګولو ۳۱ شبکې جوړېږي چې نږدې ۹زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وزیر نصیراحمد دراني نن له ودانیزو شرکتونو سره د دغو پروژو د تړونونو تر لاسلیکولو وروسته وویل، دغه شبکې په کابل، ننګرهار، کونړ، هرات، بلخ، بغلان، پروان او لوګر ولایتونو کې جوړېږي.
د ده په وینا، د اوبو لګولو دغه شبکې ۱۱زره او ۴۵۴ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبوي او د دغو شبکو له اوبو به اته زره او ۶۸۵ بزګر او بڼوال ګټه پورته کوي.
هغه زیاته کړه، د اوبو لګولو د دغو شبکو جوړول د اوبو مدیریت ښه کوي او د اوبو د ضایعاتو کچه ټيټوي او تر څنګ یې د دې لامل کېږي چې د کرنیزو محصولات تولید ډېر او کیفیت یې ښه شي او په پایله کې به یې ښه صادرات ولرو.
درانې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د دغو پروژو په پلې کولو سره له ۱۵ تر ۲۰ سلنه پورې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کېږي او تر څنګ یې د دغو شبکو تر پوښښ لاندې کرنیزو ځمکو د کرنیزو حاصلاتو کچه هم ۱۵ تر ۲۰ سلنه زیاتېږي.
دى زياتوي، دغه راز د اوبو لګولو د یادو شبکو رغول فني کارګرو، لکه خټګر او ترکاڼ او نورو غیر فني کارګرو ته د ۲۳۵ زره او ۵۶۲ کاري ورځو د کار زمینه هم برابروي.
نوموړى وايي، دغه شبکې د کرنې وزارت د دوو برنامو «CLAP او SNaPP-2» له خوا پلې کېږي او د کرنې د پراختیا لپاره د نړیوال مرستندوی صندوق «IFAD» له خوا تمویلېږي.
د کرنې وزیر په وینا چې د دغو پروژو له پلې کولو د دوى اساسي موخه د خوړو خوندیتوب او په هغو ولایتونو کې چې د روان کال تر پایه په کې دغه شبکې جوړېږي، د بېوزلۍ کچې ټيټول دي.
سرچینه زیاتوي، د اوبو لګولو د دغو شبکو له ډلې د کابل په سروبي او خاکجبار ولسوالیو کې دوه شبکې، د پروان ولایت په شینواري او بګرام ولسوالیو کې دوه شبکې، د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې یوه شبکه، د ننګرهار ولایت په دره نور، ښېوې، کامې، بهسود او کوز کونړ ولسوالیو کې د اوبولګولو شپږ شبکې، د بلخ ولایت په چهاربولک، نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو کې اته شبکې، د هرات ولایت په زنده جان، کرخ او انجیل ولسوالیو کې ۱۰ شبکې او د بغلان په ده صلاح او اندراب ولسوالیو کې د اوبو لګولو دوه شبکې جوړېږي.
د سرچینی په وینا، له تېر کال څخه را په دېخوا د کرنې وزارت د اوبو لګولو په نوو لارو چارو لاس په کار شوى، څو وکولای شی د اوبو له ضایعاتو پرته او په خپل وخت بزګرانو ته د دوی د ځمکو د خړوبولو زمینه برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن