جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره کمه ده خو د ډېرېدو لپاره يې هڅې ګړنډۍ کړې دي.
د والي شاه محمود مياخېل د معلوماتو له مخې، د دولتي ادارو يوازې اووه سلنه ښځينه مامورينې دي چې د قانون له مخې دغه سلنه بايد تر دېرش پورې لوړه وي.
هغه دا څرګندونې د وري په ۳۱مه په جلال اباد ښار کې په حکومتولۍ کې د ښځو ونډې په اړه جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
يادې غونډه کې د پروموټ ادارې له لوري پر هغو ۱۴۰ نجونو د فراغت تصديقونه هم ووېشل شول چې په دولتي ادارو کې د دندې اخيستو په موخه يې د ظرفيت لوړونې يو کلنې عملي او نظري زده کړې کړې وې.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل که څه هم وايي چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره کمه او اووه سلنه ده، خو دوی يې دا هڅې ګړندۍ کړې چې دغه کچه تر دېرش سلنې لوړه کړي.
دولتي بستونو ته د ازموينې پر مهال مېرمنو ته د پنځو اضافي نومرو ورکړه، د ظرفيت لوړونې پروګرامونه او د ښځو بستونه يوازې ښځو ته ځانګړي کول هغه څه دي چې والي يې په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د پراختيا لارې چارې په ګوته کوي.
په ننګرهار کې د پروموټ ادارې مسوول احسان الله احسان وويل، دغه يو کلنه برنامه کې يې د ننګرهار ۱۴۰ نجونو ته د رهبرۍ، اداري اصلاحاتو، مديريت، تدارکاتو، ستراتيژي، بشري منابعو او کمپيوټر برخه کې نظري او عملي زده کړې ورکړې دي.
هغه وويل، د پروګرام ګډونوالو په دولتي ادارو کې عملي کار هم کړی چې د ادارو له خوا ورته د يو کلن عملي کار سند ورکړل شوی دی.
دی وايي، اوس يې هڅې ګړندۍ کړې چې يادو نجونو او مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره کړي چې تر اوسه يې شاوخوا دېرش تنه پر دندو ګومارل شوي او د نورو پر دندو ګومارل هم پيل شوي دي.
د پروموټ له پروګرامه فارغې نجونې بيا د دندو غوښتنه کوي او دغه پروګرام د دوی د ظرفيت لوړولو لپاره ډېر ګټور بولي.
د دوی له ډلې نورزيه لودين وويل، شپږ مياشتې يې نظري زده کړې وکړې او درې مياشتې يې عملي په يوه دولتي اداره کې کار کړی چې د يو کال عملي کار تصديق ورکړل شوی او نن ورته د پروموټ ادارې له لوري هم د عملي او نظري زده کړو تصديق ورکړل شو.
هغې له ولايتي ادارې وغوښتل، په ادارو کې هغه بستونه چې د مېرمنو لپاره ځانګړي شوي بايد مېرمنو ته ورکړل شي؛ ځکه اوس ډېرې مېرمنې دا وړتيا لري چې په ادارو کې کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن