کابل (پژواک، ٩ غویی ٩٨): د سولې مشورتي جرګې ځینو غړو د دوو لسیزو پر لاسته راوړنو په ځانګړې توګه ځوانانو او ښځو د موقف پر ساتلو د ټینګار تر څنګ د جګړې د پای ته رسولو او بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
دغه جرګه چې څلور ورځې به دوام ولري، د سولې خبرو د میکانیزم او اساسي کرښو د ټاکلو، د سولې د محدودیتونو او له طالبانو سره پر احتمالي سولې د توافق لپاره د اجماع په موخه جوړه شوې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې کارکوونکې او د مشورتي جرګې یوې ګډونوالې زحل اتمر پژواک خبري اژانس ته وویل، په مشورتي جرګه کې یې ځکه ګډون کړی چې د سولې په خبرو کې د ښځو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې وساتل شي.
هغې زیاته کړه، په هېڅ صورت باید پر دغو لاسته راوړنو معامله ونه شي.
دغه راز د کندوز د شهیدانو او معلولینو ریاست کارکوونکې او د جرګې بلې ګډونوالې عظیمې عیظیمي وویل: ((ما په دې جرګه کې ګډون کړی څو د خپلو خلکو په ځانګړې توګه ښځو غږ د جګړې تر ښکېلو لوریو ورسوم چې موږ له جګړې ستړي شوي یو او باید پر تل پاتې سوله توافق وکړي او د سولې په خبرو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي.))
د جرګې بلې ګډونوالې هاجرې امیر کریمي چې د رسنیو په استازیتوب یې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی وايي، د نن ښځې د دوه لسیزو مخکې ښځو په څېر نه دي، د افغان ښځو غږ لوړ دی او اړتیا نشته چې بل څوک یې استازيتوب وکړي، بلکې دوی ته باید له خپلو حقونو د دفاع فرصت ورکړل شي.
هغې په ډاګه کړه چې د بیان ازادي د هر هېوادوال حق دی او هېڅوک حق نه لري چې له دوی څخه دغه ازادي واخلي، په همدې ترتیب د زده کړو حق، د کار حق او د ټاکلو حق نور هغه حقونه دي چې د هېواد اساسي قانون روښانه کړي دی.
نوموړي زیاته کړه، ښځې د ټولنې د نورو طبقو په څېر د جګړې اصلي قرباني دي، سره له دې چې په تېرو اوو کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي خو اوس هم د کم پوهاوي له امله له ښځو سره تاوتریخوالی کېږي.
هغې زیاته کړه: ((ما په دې لویه غونډه کې ګډون کړی څو د یوې ژورنالېستې او رسنیزې فعالې په توګه خپل او د نورو ژورنالېستانو غږ تر مخالفینو ورسوم څو له ضد څخه لاس واخلي او بین الافغاني سولې ته مخه کړي.))
له بدخشان ولایته د مشورتي جرګې ګډونواله لینا شېرزاد وايي، د سولې په خبرو کې باید د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې کمې ونه ګڼل شي.
هغې زیاته کړه: ((موږ «ښځې» خپل حق غواړي او باید پوه شي چې زموږ حق د سولې په بهیر کې چېرته دی، افغان ښځې نه غواړي چې شاته وګرځي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن