میمنه (پژواک، ۲۰ غویی ۹۸): فاریاب کې امنیتي سرچینو د سړک غاړې چاودنې له امله نهو ماشومانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش د غويي به ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون مازدیګر پنځه بجې او ۴۵ دقیقې د دولت اباد ولسوالۍ په چهارشنغو سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وویل، یاد ماشومان چې د اتو او دوولسو کلونو ترمنځ عمرونه لري، هغه مهال د مخالفینو له خوا د خښ شوي ماین له چاودنې سره مخ شول چې څاروي یې د څرولو لپاره دښتې ته روان کړي وو.
سرچینې زیاته کړه چې په دې چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب پولیسو د مطبوعاتو مسوول د معلوماتو له مخې، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او وايي چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
د سیمې یو مخور مدیر عزیز هم دغه پېښه تاییدوي او پژواک ته یې وویل، تر اوسه نه ده معلومه چې دغه چاودنه د ماین او که د ناچودلي ډیسي توپ له امله وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن