سرپل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۸): د سرپل ښار کې د ۱۴ کیلومتره سړک جوړېدو لګښت د تېرو درېیو کلونو په بودجه کې شامل شوی خو لا هم دغه سړک نه دی جوړ شوی.
د سرپل ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې چې څوارلس کیلومتره یاد سړک د سرپل ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه او چهارباغ کلي کې په اساسي ډول جوړ شي.
نوموړي د دې پروژې د نه عملي کېدو لامل د دغه ولایت د ښاروالۍ، ښارجوړونې او فواید عامې ریاستونو بې غوري او د سیمې اوسېدونکو له لوري چې د دغه سړک په اوږدو کې یې کورونه دي مخنیوی په ګوته کوي او وایي چې سیمه ییز مسوولین نه دې توانېدلي څو د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د خلکو قناعت ترلاسه کړي.
د سرپل ښار اوسېدونکي د دې پروژې نه تطبیق د اندېښنې وړ بولي او د ژر عملي کېدو غوښتنه یې کوي.
هغه په دغه ولایت کې د بنسټیزو پروژو په نه عملي کېدو کې حکومت پر نه پاملرنې تورن کړ ویې ویل چې دغه ولایت ان د ځینو نورو ولایتونو د ولسوالیو په څېر پرمختګ نه دی کړی.
د سرپل فواید عامې رییس انجنیر حشمت الله د دې پروژې عملي کېدل د ښاروالۍ مسوولیت وګاڼه ويې ویل چې فواید عامې د خپل مسوولیت تر برېده د سروې او ډيزاین په برخه کې کار کړی دی.
خو د سرپل ښاروال عبدالولي دانش چې نوی پر دې دنده ګومارل شوی ادعا کوي چې دا پروژه د پخواني ښاروال او اړوندو ادارو د ټیټ ظرفیت له امله نه ده عملي شوې.
هغه وویل چې هڅه کېږي د دې پروژې بودجې ته د راتلونکي کال په بودجه کې ځای ورکړل شي او بالاخره دا سړک جوړ شي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د مخکنې ښاروال نظر واخلي خو له نوموړي سره اړیکه ټینګه نه شوه.
خو د سرپل ښارجوړونې رياست رييس انجنیرعلي رضا شفايي وویل چې د دې پروژې د پلې کېدو په ترڅ کې نږدې سل هټۍ او کورونه ویجاړېږي.
هغه یادونه وکړه چې د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې عملي کېدو پر وړاندې زیاتې ستونزې نه جوړولې او پروژې د تطبیق په برخه کې جزيي ستونزې د هوارېدو وړ وې؛ خو د فواید عامې ریاست د پروژې د ډېزاین په برخه کې پاتې راغلی دی.
نوموړي دا پروژه مهمه وبلله ویې ویل چې د دې پروژې په عملي کېدو د سرپل ښار څېره بدلون مومي او خلک د خامو سړکونو له ستونزو خلاص شي؛ ځکه ۱۴ کیلومتره سړک د سرپل ښار کابو اتیا سلنه واټونه رانغاړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن