پل علم- غزني (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال په لوګر او غزني ولايتونو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په بره کي برک او محمد اغې ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.
هغه وويل چې د دغو جګړو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپيان شوي او يو ميل کلاشينکوف او درې موټرسايکلونه یې هم امنیتي سرتېرو ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو جګړو کې افغان امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز په غزني کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو امر ډګرمن محمد فاروق پژواک ته وويل چې تېره شپه د غزني د مقر ولسوالۍ په ريګرېشن او د قره باغ ولسوالۍ په کندول سيمو کې طالبان د افغان ځواکونو له کمين سره مخ شوي دي.
ده وويل چې په دې جګړه کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو یو سراچه موټر، یو قبضه راکټ انداز، یوه پیکا او دوه کلاشينکوفونه يې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن