سرپل (پژواک، ٦ غبرګولی ٩٨): د سرپل امنیه قومانداني وايي، تېره شپه په دغه ولایت کې ۱۵ وسله وال طالبان او څلور دولتي سرتېري وژل شوي، ۲۰ وسله وال طالبان او ۲۲ دولتي سرتېري ټپیان دي.
د سرپل د والي ویاند ذبيح الله اماني نن په یوه خبري ناسته کې وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل په مرکز قشقري سیمه کې او دغه راز د سوزمه کلا ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړه، په دې نښتو کې ۱۵ وسله وال طالبان او څلور دولتي سرتېري وژل شوي، ۲۰ وسله وال طالبان او ۲۲ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
هغه دغه راز وویل چې په دې پېښو کې د امنیتي سرتېرو پنځه هاموې ټانګونه هم له منځه تللي دي.
اماني زیاته کړه، په قشقري سیمه کې درې امنیتي پوستې طالبانو سقوط کړې خو بېرته د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې دي.
خو د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وویل چې څلور دولتي سرتېري وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن