ګردېز (پژواک ٧ غبرګولى ٩٨): د ملي امنيت ځواکونو په ګردېز کې ۳۵۸ ميله بېلابېله وسله نيولې، چې په خبره يې په يوه لوی بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وه.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت رسنيو ته د دې وسلې د ښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نيول شوې وسله کې تر ۳۰۰ زيات کلاشينکوفونه، چره ييز ټوپکونه، شاجورونه او نور توکي يې دي.
حسرت وايي چې د ملي امنيت ځواکونو له دې وسلو سره په تړاو پنځه تنه هم نيولي او اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
نوموړي وويل: ((مختلف النوعه ۳۵۸ ميله سلاح ده چې ۳۵۶ شاجورونه هم ور سره دي، په تړاو يې پنځه تنه له يوه ده سلنډ موټر سره نيول شوي او فعلا تر تحقيقاتو لاندې دي.))
د ولايت وياند عبدالله حسرت وايي چې دا وسله د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې رالېږدول شوې ده.
دى زياتوي، يادو کسانو غوښتل ګردېز ته د دې وسلې په رالېږدولو ورڅخه په تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کې کار واخلي.
دی وايي: ((دا سلاح، موټر او افراد چې ور سره نيول شوي، د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې راتلل او دا سلاح يې دېخوا ته د ترهګريزو او تخريبي موخو لپاره کاروله چې خوشبختانه د ملي امنيت زړورو سرتېرو ونيوله.))
د ملي امنيت يو سرتېری عبدالله وايي چې ياده وسله يې د يو کشفي راپور پر اساس د ګردېز ښار په شاوخوا سيمو کې نيولې ده.
نوموړي وويل: ((دا په لوی ده سلنډ موټر کې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوې او په کاغذونو کې بنده وه. ۳۵۸ ميله وسله ده، ۵۳ اضافي ميلونه هم ور سره دي.))
امنيتي مسوولين وايي چې تېره شپه د دې ولايت په جاني خېلو ولسواالي کې د ګډو ځواکونو په هوايي بمبار کې هم د وسله والو طالبانو زياته وسله او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن