ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیني عالمان: د علماوو د هدفي وژنو عاملین دې پیدا او مجازات شي

29 May 2019 - 15:56
29 May 2019 - 15:56

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۸): ځینو دیني عالمانو د جګړې دوام د هېواد په ګټه نه بولي او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د عالمانو هدفي وژنې یې وغندلې.

سلګونو دیني عالمانو نه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال جګړه کرغېړنه پدیده وبلله او ویې ویل چې د  زرګونو هېوادوالو ژوند یې اخیستی، د دیني عالمانو ترور یې پر سختو ټکو وغانده او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

هغوی یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې د هېواد امنیتي وضعیت پر ناسم لور روان دی او هره ورځ سلګونه افغانانو ته د ښکېلو غاړو ترمنځ جګړه، ځانمرګو بریدونو، چاودنو او هوایي بمبار کې مرګ ژوبله اوړي.

د کابل علمانو شورا مرستیال مولوي ګل احمد صدیق چکري د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې، نه یوازې ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه کسان وژل کېږي.

نوموړي د وروستیو وژنو او دیني عالمانو ژوند نه خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده ویې ویل چې دیني عالمان هېڅ ځای کې خوندي نه دي او د هېواد په هر ګوټ کې تر هدفي بریدونو لاندې راځي.

هغه، د جګړې له ښکېلو لوروغوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي، د جګړې پای ته رسولو، د بې ګناه هېوادوالو له وژنې د مخنیوي او په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

بل دیني عالم قادر قانت د دیني عالمانو د ترور پر غندنې سربېره له حکومته غوښتنه وکړه چې د دیني عالمانو هدفي وژنو قضیه دې په جدې ډول وڅېړي او د وژنوعاملین دې تر نیولو وروسته مجازات کړي.

هغه وویل: ((د جګړې موخه ناڅرګنده ده او ګټه یې نورو ته رسېږي؛ خو له افغانانو قرباني اخلي.))

یاد دیني عالم دغه مطلب ته په اشارې چې هېوادوال له جګړو ستړي دي، وویل چې خلک نور د وینې تويېده نه شي زغملی، باید د جګړې ښکېلې غاړې د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند اعلان کړي.

په پای کې د یو دیني عالم له لوري پرېکړه لیک ولوستل شو چې په کې راغلي: ((موږ د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو غاړو په جدي ډول غواړو چې د جګړې پای ته رسولو پیغام ته لبیک ووايي؛ ځکه د جګړې دوام هېڅکله د اسلام او دې هېواد په ګټه نه دی.))

د پرېکړه لیک په بله برخه کې راغلي چې د سیاسي سیالیو له امله د خلکو وژل او بندي کول او یا د خلکو ترمنځ د ډار او وېرې خپرول د اسلام دین له احکامو سره په ټکر کې دي، انساني ارزښت نه لري او باید ټول مسایل د منطق، خبرو اترو او همپالنې له لارې هوار شي.

دغه راز په پرېکړه لیک کې راغلي چې د تېرکال اوربند بریالۍ تجربې ته په پام سره دغه حکومت او وسله وال مخالفین د اختر په ورځو کې اوربند وکړې څو په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره لار هواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version