کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۸): د کابل ښار په یکه توت سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې چې څلور عام وګړي په کې وژل شوي او د څلورو بهرنيانو په ګډون لس نور کسان ټپیان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې د نهمې حوزې اړوند په یکه توت سيمه کې نن سهار اته بجې او ۴۰ دقیقې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وويل چې په دې اړه خپله هغوی معلومات ورکوي.
خو په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي چې په دې پېښه کې د دوى څلور پوځيان هم ټپیان شوي دي.
په کابل کې د امریکايي ځواکونو د مطبوعاتو مسوول باب پرټیمن ویلي، دا عسکر په هغه موټربم برید کې برسېرن ټپیان شوي چې په کابل کې یې نن د دوی د موټرو یو کاروان هدف وګرځاوه.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس پژواک خبري اژانس ته چې دغه چاودنه د ټونس موټر په وسيله د کابل- جلال اباد پر عمومي سړک شوې ده.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې په دې پېښه کې يې د بهرنيانو دوه موټر له منځه وړي او لس پوځيان يې وژلي دي.
پرون هم د کابل ښار په قمبر څلورلاره کې د مارشال فهيم پوهنتون دروازې مخې ته ځانمرګى بريد وشو چې په کې ٦ کسان ووژل شول او ١٦ نور ټپیان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن