هرات (پژواک، ۲۳غبرګولی ۹۸): په هرات کې چارواکي د دولت د ۲۰ وسله والومخالفینو او درې امنیتي ځواکونو د وژلو خبر ورکوي.
د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ په ګناه اباد سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
د ده په وينا، د وسله والو طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ نښته تر نن سهاره دوام درلود چې په پایله کې ۲۰ طالبان ووژل شول او ۱۰ نورټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې دوه ملي پولیس هم وژل شوي دي.
د هرات امنیه قوماندان په ټینګار سره وویل چې امنیتي ځواکونه دمګړۍ له پاکستاني پوځیانو سره په مستقيم ډول په جګړه کې دي او له امنیتي ځواکونو سره په زیاتو جګړو کې پاکستاني وګړي لیدل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو د خپلو پاکستانيو قوماندانانو په لارښوونه له یوې میاشتې راهيسې د اوبه ولسوالۍ نیولو لپاره چمتووالی نیولی و، خو بریالي نه شول.
د یوه بل خبر له مخې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او دوه ملکي وګړي ټپیان دي.
امرخیل وايي چې دا جګړه هغه مهال سهار رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د هرات د ګلران ولسوالۍ د انتن ها په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هرات ملي امنیت ریاست ویلي و چې په دې ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو قطعاتو په عملیاتو کې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې دوه پاکستاني جنګیالي وژل شوي او دوه نور یې نیول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن