اسعد اباد (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): د کونړ د مرکز په ګډون په پنځلسو ولسوالیو کې له ۲۵زره کورنیو سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير انعام الله ساپي د غبرګولي په ٣٠مه پژواک اژانس ته ووويل چې دا مرسته د کرنې وزارت له خوا کېږي.
هغه زياته کړه چې دغه غنم د له بېوزلو، له سېلاب او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره کېږي او هرې کورنۍ ته سل کيلوګرامه غنم ورکول کېږي.
د مرسته کېدونکو غنمو د وېش پر مهال د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د کرنې او مالدارۍ له وزارته د مننې تر څنګ وويل، دا يو غرنی ولایت دی او کرنيزې ځمکې ډېرې کمې لري، نو ځکه يې ډېرى اوسېدونکي بېوزله دي او کرنيزې ځمکې نه لري.
د کونړ والي له خلکو وغوښتل چې په خپلو کروندو کې هېڅ کله هم کوکنار ونه کري، څو په کونړ کې د کوکنارو د کښت کچه صفر شي.
د هغه په وينا، د کوکنارو د کښت په صفر کېدو سره به له کروندګرو سره د کانالونو، ویالو، اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې هم وشي.
د حبيب الله په نوم يوه مرسته ترلاسه کوونکي پژواک ته وويل چې په دې سره به يې ستونزې کمې شي، خو د نورو مرستو غوښتنه يې وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن