کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٨): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار په دوه ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلى دى.
له ارګه د چنګاښ په ٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به په دغه سفر کې چې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنه ترسره کېږي، د سيمه ييز اتصال، سوداګرۍ، ترانزيټ، امنيت او سولې په اړه د یاد هېواد له چارواکو سره هر اړخيز بحثونه ولري.
ارګ د دغه سفر په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې هغه به د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره تر ځانګړې ليدنې وروسته د پاکستان له لومړي وزير سره د حکومتونو په کچه پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به د سفر په دويمه ورځ د پاکستان د پنجاب ايالت مرکز لاهور ښار ته ولاړ شي او هلته به د سوداګرو يوې غونډې ته د وينا تر څنګ په مشهور بادشاهي جومات کې د جمعې لمونځ هم ادا کړي.
له ولسمشر اشرف غني سره په دغه سفر کې د کابينې وزيران، سلاکاران، سياسي کسان او ملي سوداګر ملتيا کوي.
د يادونې ده، تېره مياشت د پاکستان لومړي وزير عمران خان په يوه ټيلېفوني اړيکه کې ولسمشر غني ته د سفر رسمي بلنه ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن