ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د پاکستان له سیاسي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره وکتل

28 Jun 2019 - 11:36
28 Jun 2019 - 11:36

کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د دغه هېواد د بېلابېلو سیاسي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره وکتل او پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزې همکارۍ يې ټينګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل رسمي سفر په جریان کې پرون مازیګر د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو بلاول بوټو زرداري، شهباز شریف، مریم نواز، افتاب احمدخان شېرپاو، محمودخان اڅکزي، سراج الحق او مولانا فضل الرحمن سره وکتل.

یادو سیاسي مشرانو جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ پاکستان ته د نوموړي سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو او باور فضا د رامنځته کولو لپاره ګټور وباله او همدارنګه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نورمالو اړیکو او دوستانه مناسباتو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني او یادو سیاسي مشرانو د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمه ییزه همکاریو، د فقر د له منځه وړلو او د سیمې د ښېرازۍ، امنیت، ثبات، اقتصادي ودې او د دولت په دولت ترمنځ د اړیکو اصل ته په درناوي بحث او خبرې وکړې. همدارنګه ټینګار وشو چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید یو د بل ملي خپلواکۍ ته د درناوي پر اصل ولاړې وي.

ولسمشر د پاکستان د خلکو او حکومت له مېلمه پالنې څخه په مننې وویل، افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو سره د منل شویو بین المللي نورمونو په اساس د ښو اړیکو او دوستانه مناسباتو غوښتونکی دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version