ميمنه (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : چارواکي وايي، چې د فارياب ولسوالۍ د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر جمعه بازار د هاوان مرمۍ لګېدو له امله تر ٤٠ پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.
هغه نه وايي، چې مرمۍ د چا لخوا توغول شوې ، خو زياتوي، چې تر اوسه ورته د نهو کسانو د مړينې او ٢٢ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.
د فاریاب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش وايي، چې دا مرمۍ د طالبانو لخوا توغول شوې وه، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان دي. هغه وايي ، کېداى شي شمېره لوړه شي.
خو د طالبانو يو سمييز قوماندان قاري تاج الدين ويليـ، چې دوى هاوان نه لري، او دا د ملي اردول لخوا توغول شوې وه.
ددې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد ن عيم مصمم پژواک اژانس ته وويل، چې ٤ جسدونه او ٢٨ ټپيان د ميمنې روغتون او څلور جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
د هغه په وينا، ټپيان د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي دي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د صبغت الله په نامه يو تن ١٠ کلن ټپي ماشوم پژواک ته وويل، چې خپل دوه چرګان يې خرڅولو ته راوړي وو، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه : (( زه پرځمکه وغورځېدم، پوى نه شوم، اوس نه يم چې چرګان مې چېرته دي؟))
د ميمنې په روغتون کې د يوه ټپي پيواز نقيب الله پژواک ته وويل، چې طالبانو بازار ته نږدې د ملي اردو پر يوه سرتېري بريد کړى و، وروسته د ملي اردو ځواکونو پر طالبانو د هاوان مرمۍ وتوغولو، چې يوه مرمۍ پر بازار ولګېد.
په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسله و الو مخالفينو لخوا پر خلکو د هوان او راکټ مرمۍ توغول شوي چې له امله يې ٤٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن