ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : ولسمشر د ښرنې- انګور اډې لارې د ترانزیټ کولو ژمنه کې پاتې راغلى

16 Jul 2019 - 14:44
16 Jul 2019 - 14:44

ښرنه(پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨):د پکتیکا ولایت اوسېدونکي پر ولسمشر غني نيوکه کوي چې د څو کلونو په تېرېدو سره يې تر اوسه د ښرنې- انګور اډې تر منځ د غځېدلې لويې لارې د ترانزیټ کولو ژمنه نه ده پوره کړې.

د اړوندې موضوع په اړه په مرکز ښرنه کې مدني فعال اکبر راحيل د چنګاښ په ٢٥مه پژواک ته وویل چې د تېرو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ته د راتګ پر مهال د دغه ولایت له خلکو سره د ښرنې-انګور اډې لويې لارې د ترانزیټ کولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه يې نه ده عملي کړې.

نوموړی زیاتوي، دغه سړک چې اوس یې په پاخه او اساسي ډول د جوړېدو چارې نږدې نوي سلنه ترسره شوي او ډېره يوه مهمه او حياتي پروژه ده په خواشينې سره چې له چارو يې سمه څارنه نه کيږي.

ده وويل: ((زموږ د اته ولسواليو خلک پر دې لار تګ راتګ کوي، دا بايد ډېر سم او په معيار برابر جوړ شي که چېرې دغه سړک ترانزيټي شي نو د ټول هېواد سوداګرو لپاره به يو ښه زيرى وي.))

په ورته مهال پکتیکا کې د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله همت یار پژواک ته وویل،ددغه سړک چې لومړۍ برخه یې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې، د شاتورو په نوم سیمه کې یې یو پول د نامعلومو وسله والو له لوري په ماین الوځول شوی دی.

همت یار زیاتوي، په پاخه او اساسي ډول د دغه سړک جوړېدل به ولس ته په اقتصادي، روغتیايي او نورو برخو کې ډېره ګټه ورسوي، خو په کار ده چې خپله د سړک ساتنې لپاره دولت لاس په کار شي او د امنیت غم یې وخوړل شي.

دغه راز د پکتیکا د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز په دې اړه له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د یاد سړک د جوړېدو له چارو یې وخت په وخت څارنه کړې، خو د کیفیت له مخې د قرارداد مطابق نه دی جوړ شوی او ګڼې ستونزې لري.

عزیز زیاته کره چې په دې اړه یې راپور له ولایتي ادارې او وزارت سره شریک کړى او هیله لري چې ستونزې يې هوارې کړي.

د هغه په خبره: ((د دغه سړک د خرابېدو یو لوی لامل دا هم دی چې د ډېر وزن لروونکي موټر پرې تېريږي او څوک يې مخه نه نيسي.))

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version