کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸) : امنیتي سکتور د مشرتابه ناستې پرېکړه وکړه، چې د پوځي عملیاتو د اغېزو د کتو او د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
د امنیت شورا لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، دا ناسته، چې نن د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې جوړه شوه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست نه وغوښتل، چې له امنیت شورا سره په ګډه یوه کاري کمېټه رامنځته کړي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، حکومت ټولې هغه لارې چارې کاروي، چې د ملکي وګړو ژوند خوندي شي، خو متاسفانه وسله وال طالبان له عامو خلکو او ځایونو د سپر په توګه کار اخلي او په دوامدار شکل ملکي اهداف په نښه کوي.
د امنیتي سکتور په ناسته کې د هیواد د نورو ولایتونو پر امنیت هم خبرې وشوې او اړونده ادارو ته لارښوونه وشوه، چې د ستونزو د حل په موخه اړین اقدامات وکړي.
ناستې ته د تورخم بندر په اړه د هغه تحقیق رپوټ هم وړاندې شو، چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ تیار شوی او هلته ځینې جدي امنیتي او قانوني ستونزې په ګوته کوي. د امنیتي سکتور مشرتابه ناستې لارښوونه وکړه، چې هر اداره مکلفه ده د تحقیق موندنې جدي ونیسي او په اړه یې قانوني اقدامات وکړي..
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن