جلال اباد (پژواک ۲۸ چنګاښ ۹۸): پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يو پوليس وواژه او يو پوليس او بل ملکي وګړى يې ټپيان کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د يادې ولسوالۍ د دولتزيو فاميلو نومي سيمه کې رامنځته شوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر ظاهر عادل وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن