ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل او کندوز کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

28 Jul 2019 - 13:45
28 Jul 2019 - 13:45

کلات- کندوز (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): چارواکي وايي چې په زابل او کندوز ولايتونو کې لسګونو وسله والو طالبانو او يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د د زابل امنیتي مسوولین وايي چې د افغان هوايي ځواکونو له خوا د دغه ولایت په شهر صفا او شاه جوی ولسوالیو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرهاد شینواري پژواک اژانس ته وويل چې دغه بریدونه هغه مهال شوي چې وسله والو مخالفینو د ملي اردو او پولیسو پر پوستو د بریدونو هڅه کوله.

د هغه په وينا چې د طالبانو يو شمېر مړي او موټرسايکل د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د سرتېرو پر يو مرکز ډله ييز بريد کړى دی.

د قلعه زال ولسوال قيوم قرلق پژواک ته وويل چې وسله والو د اق تپې په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو پر يو ګډ مرکز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه د اردو او درې د پوليسو سرتېري وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.

هغه زياته کړې چې په دې جګړه کې ١٥ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې ولسوالۍ کې يې پوسته نيولې او ١٠ سرتېري يې وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version