کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول سره کرښه بولي او وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس حبیب الرحمن ننګ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د روان کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول سره کرښه وبلله او ویې ویل، د ټاکنو د مهالوېش لپاره پر ټولو عملیاتي تیاریو کار وران دی.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
هغه وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ټېم شپه او ورځ په بشپړ صداقت د رڼو، عادلانه او ټولو ته د منلو وړ ټاکنو ترسره کولو لپاره هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړه، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د روڼتیا د تامین لپاره د ټاکنو قانون د احکامو او مصوبو ته په پام له بایومټریک ماشینونو د استفادې زمینه برابره شوې ده.
ننګ وویل، د احصایې ادارې له خوا ۱۸۹۰۰ بایومټریک ماشینونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته انتقال شوي دي.
دغه راز نوموړي وویل، یو شمېر بایومټریک ماشینونه د قراردادي کمپنۍ له خوا هم کابل ته لېږل شوي خو د کره شمېر په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت شاوخوا ۱۸زره نوي بایومټریک ماشینونه پېرل کېږي.
د دغه کمېسیون د مسوولینو په خبره، ٢١٦٧٩ بایومټریک ماشینونه د تېر کال پاتې دي چې د نوو ماشینونو په اخیستو ټول بایومټریک ماشینونه ٣٩٥٤٤ ته رسېږي.
د یادونې ده، د روان کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه د ولسي جرګې له ترسره کېدو وروسته له ټولو ۲۲ زره بایومټریک ماشینونو ۳۲۱ یې ورک شول.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس د رایې ورکوونکو نوملړ ته په اشاره وویل: ((د رایې ورکوونکو نوملړ د دارالانشا له تصفیې وروسته په چاپي او ډیجیټلي بڼه برابرېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن