کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٨): په سپينه ماڼۍ کې له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په تړاو له مهمې غونډې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له افغان حکومت سره پر ګډې همکارۍ د افغانستان هر اړخيزې سولې ته ژمن دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د امريکا ولسمشر ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير پومپيو، د ولسمشر مرستيال مايک پينس، د دفاع وزير ايسپير، د ملي امنيت سلاکار جان بولټن، د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال ډنفورډ، د استخباراتو (سي اى اې) مشر هاسپيل او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ګډون کړی و.
سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د امريکا او طالبانو پر روانو خبرو په تفصيل سره خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د افغانستان له حکومت سره پر ګډې همکارۍ ژمن يو چې په افغانستان کې يو هر اړخيزې سولې ته ورسېږو.))
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د سولې په دې هوکړه کې د تاوتريخوالي کموالى او اوربند، د دې ډاډ ترلاسه کول چې له افغانستانه به بيا امريکا او متحدينو ته ګواښ نه پېښيږي او افغانانو له يو بل سره د سولې خبرو ته کېنول شامل دي.
د جمعې په ورځ د یادې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د امريکا ولسمشر ټرمپ هم وویل چې د افغانستان په اړه یې يوه (ښه) غونډه لرله.
نوموړي پر خپل ټوېټر ليکلي: "په افغانستان کې له مخالفینو سره د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امکان په صورت کې د يو ښه توافق په لټه کې يو."
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې د «اګست په ۱۲مه» له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې او زیاته یې کړه چې د راتلونکو ګامونو به اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن