خوست ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): پوليس وايي چې په خوست ولايت کې يوه کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د دغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د لغوړي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، يوه کس لومړی خپل مور، پلار او خور وژلي او بيا يې په خپله ځان وژنه کړې.
نوموړي په خبره چې دغه پېښه د کورنۍ ستونزې له امله را منځته شوې ده.
له دې وړاندې وړمه ورځ ورته پېښه په کابل کې هم رامنځته شوې وه چې يو کس خپل مور او پلار د چاقو په ګوزارونو سره وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن