کابل(پژواک،۸ وږى ۹۸):ملي دفاع وزارت وايي چې په غزني ولايت کې يې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه شپږ ملکي وګړي راخوشې کړي او يو وسله وال يې نيولى دى.
له ملي دفاع وزارت څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د غزني د ګيرو ولسوالۍ په باتور سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه وايي چې شپږ ملکي وګړي يې له دې زندانه راخوشې کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې د وسله والو طالبانو يوغړى هم د عملياتو پرمهال نيول شوى او د دوى د وسلو او مهماتو يوه زېرمه له منځه وړل شوې.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
له دې مخکې هم په څو ولايتونو کې د طالبانو له زندانونو يو شمېر بنديان د ورته عملياتو په ترڅ کې راخوشې شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن