کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۹۸) : د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کاپیسا ولایت کې د والیبال لوبې پر مهال چاودنه شوې، چې له امله یې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د وږي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن مازیګر په شاوخوا څلورو بجو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په کاکړ شاکوټ کلي کې شوې وه.
هغه زیاته کړه، چې د والیبال په میدان کې وسله والو طالبانو ماین ځای پر ځای کړی و، چې د چاودنې له امله درې تنه ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن