کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې په کابل کې وروستى بريد د طالبانو ستره تېروتنه وه.
د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند دشش درک پر سړک د یوه ټونس موټربم په وسيله ځانمرګى بريد وشو چې په کې د يوه امريکايي په ګډون د ناټو دوه سرتېري او ١٠ افغانان ووژل شول.
د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخيست.
له دې پېښې وروسته د امريکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وسله والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې وځنډولې.
ټرمپ تېره شپه په يوه بل ټويټ کې ليکلي چې پر طالبانو ګوزارونه تر بل هر وخت اوس ډېر ځپونکي شوي دي.
هغه زياته کړې، طالبان پوهېږي چې د کابل وروستی بريد د دوی يوه لويه تېروتنه وه، خو نه پوهېږي چې اوس څه ډول ځان ورغوي.
طالبانو هم د امريکا له خوا د خبرو درولو په غبرګون کې وويل چې دوى به خپلې جګړې ته دوام ورکړي او زيات زيان به یې هم امريکا ته رسېږي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له ځنډېدو وروسته د طالبانو پلاوى د مشورو لپاره روسيې ته تللى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن