پل علم (پژواک ٢٨ وږى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز کې پر امريکايي ځواکونو موټربم بريد شوى چې يو ماشوم په کې وژل شوى او يوه مېرمن ټپي شوې ده.
په لوګر کې د څلورمې پلې لوا قومندانۍ وياند شکيل احمد تسل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماښام کابو شپږ بجې د پل علم اړوند د پادخواب شانه په "خدر" بازار کې شوې ده.
ده زياته کړه، د امريکايي ځواکونو پر کاروان دغه بريد د سراچه ډوله موټر په واسطه شوى، چې يو ماشوم په کې وژل شوى او يوه مېرمن په کې ټپي شوې چې دواړه ملکي وګړي دي.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې امريکايي ځواکونونو تلفات نه دي اوښتي.
د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم وايي چې په دې پېښه کې دوى ته زيان نه دى اوښتى، خو دوه ملکي وګړي په کې ټپيان دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې بريد کې يې ٨ امريکايان وژلي او د هغوى دوه ټانکونه يې ويجاړ کړي دي.
تېره اونۍ هم په ياده شوې سيمه کې پر ګډو امنيتي ځواکونو د موټربم بريد وشو چې لسو تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته چې زياتره يې عام ملکي لارويان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن