ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني او عمران خان پر سولې او ولسمشرۍ ټاکنو ټیلېفوني خبرې کړې دي

19 Sep 2019 - 09:39
19 Sep 2019 - 09:39

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٨): د پاکستان لومړي وزير عمران خان له ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د هغه پر ټاکنيزه غونډه شوى ځانمرګى بريد غندلی دی.

دوه ورځې مخکې د پروان په مرکز چاريکارو ښار کې د اشرف غني پر ټاکنيز کمپاين بريد کې ٣٠ کسان ووژل شول او تر ٦٠ زيات ټپيان شول.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتره د وږي په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان پرون ناوخته د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټيلېفون کړى و.

سرچينې زياته کړې چې په دې اړیکه کې لومړي وزير هغه بريد وغانده چې د اشرف غني پر ټاکنيز کمپاين شوى او د هغه د روغتيا پوښتنه يې وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې  لومړي وزير عمران خان يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ.

سرچينې ويلي چې افغان ولسمشر د عمران خان له ټيلېفونه د مننې ترڅنګ هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.

بلخوا ولسمشر اشرف غني په يوه ټويټ کې ليکلي چې د پاکستان لومړي له وزير عمران خان سره يې تېره شپه ټيلېفوني خبرې وکړې.

هغه زياته کړې چې عمران خان د کابل او پروان پر وروستيو بريدونو خواشيني څرګنده کړه او دواړو د سولې پر پروسې او راتلونکو ټاکنو هم خبرې وکړې.

ولسمشر غني زياته کړه چې په تېرو ټاکنو کې د پاکستان په مرسته تاوتريخوالى کم شوى و، يو ځل بيا يې له عمران خانه وغوښتل چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال د تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته وکړي چې د هغه له خوا د مرستې ډاډ ورکړل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version