کابل(پژواک،۲۹ وږى ۹۸): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې د هغه هېواد د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې په ناسته کې چې زلمى خليلزاد هم وربلل شوى و او يادې غونډې ته يې معلومات ورکړل، له سياسي لارې د افغانستان د قضيې د حل غوښتنه وکړه.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ شاوخوا دوولس ورځې مخکې د کابل ښار د مکروريان په سيمه کې له ځانمرګي بريد وروسته چې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢کسان په کې ووژل شول ، له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان او ويې ويل چې دده په باور دغه بهير نور په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
د رويټرز د ګزارش په اساس، پرون د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې غونډه چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکاځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم وربلل شو و، يوه برخې يې د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه ، خو بله برخه يې علني وه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الیس ویلز هم په کې ګډون کړى و.
د سرچينې په خبره ،ويلز ددې کمېټې غړو ته ويلي چې تېرې ١٢مياشتې د افغانستان د ستونزې سياسي حل لارې ته د پام وړ لاسرسى پيدا شوى، خو هغې دا ونه ويل چې له طالبانو سره به خبرې له سره پيليږي که نه ؟
ويلز د افغانستان د موضوع په سياسي حل لارې ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دې لار کې له يوه کال راهيسې د پام وړ پرمختګ شوى دى.
هغې زياته کړې : ((د خبرو له لارې داسې حل چې زياترو افغانانو ته د منلو وي د تلې پاتې سولې لپاره غوره لاره ده.))
ايلز وويل: (( نه شي ويلى چې په څه مسايلو خبرې شوې، په دې اړه مشخصا څه نه شي ويلي، خو هرڅه په شرايطو پورې تړلي دي.))
د امريکا د بهرنيو اړيکو د کمېټې رييس الیوت اینګل ويلي چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د حسن نيت په خاطر چې سولې ته لار هواره کړي، په يوه پروسه کې شامل شي.
هغه زياته کړې: (( ډېر سوالونه بې ځوابه پاتې دي، د ټرمپ له خوا د سولې خبرو د لغوه کېدو وروسته نه پوهيږي چې پر کوم لوري د حرکت په حال کې دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن