کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): په کابل، ننګرهار او خوست ولايتونو کې د دوو جلا پېښو پر مهال يو نظامي څارنوال او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
نامعلومو وسله والو تېره شپه په کابل کې د توپان عمري په نوم پر يوه نظامي بريد کړى او ټپي کړى یې دى.
عمري په پکتيا کې د پکتيا غږ راډيو موسـس هم دى.
د پکتيا غږ راډيو د خپرونو مسوول ذبيح الله ايوبي پژواک اژانس ته وويل چې عمري د شپې شاوخوا يوولس بجې له يو واده خپل کور ته پر لاره و چې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د کارته نو په سيمه کې پرې بريد شوى دى.
د هغه په وينا، نوموړي د پښې په برخه کې یوه مرمۍ خوړلې او اوسمهال په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د کابل امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، په خوست ولايت کې څلور ماشومان د اين چاودنې له امله ټپیان شوي دي.
دغه پېښه نن له غرمې وروسته ماسپښین ۲ بجې د خوست د باک ولسوالۍ اړوند د سلیمان خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ياد ماشومان چې عمرونه يې د اوو او څلورو کلونو ترمنځ دي، پر لوبو بوخت وو.
نوموړي زياته کړه، ټپيان شوي ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دى.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي، د جلال اباد ښار اړوند د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې پر يو بايسکل اېښودل شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله يې يو نظامي او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن