جلال اباد (پژواک ۳۱ وږی ۹۸):د ننګرهار ګمرک تله چې د تخنيکي ستونزو له امله له ډېرې مودې راهېسې غیر فعاله وه، د ماليې وزارت د يو ميليون او دوه سوه زره افغانيو په لګښت د دې ولايت ګمرک کې د بار وړونکو موټرو د وزن کولو لپاره بيا فعاله شوه.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته د وږي په ۳۱مه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ترازو د پرانیستې په مراسمو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ، د ګمرک رييس، يو شمېر مسئولينو، سوداګرو او موټر چلوونکو ګډون کړی و.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل چې په دې سره به د ډېر وزن مخنيوی وشي او همدا راز د عوايدو په لوړېدو کې به د پام وړ بدلون رامنځ ته شي.
د ګمرک رييس فيروزخان لايز وویل، د دې ترازو په فعالېدو سره به موټر چلوونکو ته د سټنډرډ له مخې د بار وړلو اجازه ورکول کېږي.
هغه په دغه برخه کې د والي شاه محمود مياخېل د پرله پسې تعقيب يادونه هم وکړه چې په خبره يې په ترڅ کې يې دغه ترازو يو ځل بيا ورغول شو او د وزن کولو په موخه فعال شو.
دی زياتوي، دا تله له تېرو شپږو کلونو راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله غير فعاله وه چې اوس يو ځل بيا ورغول شوه.
هغه زياته کړه: ((د ترازو په رغېدو او فعالېدو باندې يو ميليون او دوه سوه زره افغانۍ مالي لګښت راغلی چې د ماليې وزارت مقام د بوديجې له لوري منظور او ورکړل شوى دى.))
د ګمرک تله چې د زيات بار مخه نيسي، له يوې خوا د ګمرک عوايد لوړوي او له بلې خوا د سړکونو د خرابوالي مخه هم نيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن