کندهار ښار (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٨): په کندهار هوايي ډګر کې یوه افغان سرتېري پر بهرنیو سرتېرو ډزې کړي او درې امريکايان يې ټپيان کړي، خو په متقابلو ډزو کې دغه سرتېری وژل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن مازيګر ناوخته په کندهار هوايي ډګر کې یو تن چې نظامي یونیفورم یې پر تن و، غوښتل پر امریکايي سرتېرو ډزې وکړي چې په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
یوه امنیتي سرچینه وايي چې برید کوونکی د عامه نظم د پولیسو سرتېری و.
د دغې سرچینې په وینا، لومړی سرتېري ډزې کړي او وروسته بیا امریکايي ځواکونو هغه په نښه کړی او وژلی دی.
یادې شوې سرچینې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتي زیان په اړه معلومات نه درلودل.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې په دې برید کې د امريکا درې پوځيان ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بيا وايي، د صفي الله په نوم د دوی نفوذي کس په کندهار هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو ډزې کړي او ۱۲ بهرني سرتېري يې وژل شوي دي.
خو افغان او بهرني چارواکي دغه څرګندونې ردوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن