ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د عبدالله د کمپایني غونډې یو ګډونوال له دېواله د لوېدو پېښه کې مړ شوی

24 Sep 2019 - 16:03
24 Sep 2019 - 16:03

 

هرات ښار (پژواک، ۲ تله ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یو کس د عبدالله عبدالله په ټاکنیز کمپاین کې مړ شوی دی.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته ویلي، نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې، د شاه اقا په نوم یو کس چې په اصل کې د بادغيس و، خو اوس یې په هرات کې ژوند کاوه، په داسې حال کې چې غوښتل یې د ډاکتر عبدالله کمپایني غونډې ته له دېواله واوړي، لاندې غورځېدلی او د سر په برخه کې یې ډبره هم لګېدلې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه کس ۳۰ کلن و او روغتون ته له رسېدو مخکې سا ورکړه.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي هم دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې یاد کس روغتون ته له ور رسېدو مخکې مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ډاکتر عبدالله عبدالله له خپل یوه مرستیال سره د ټاکنیز کمپاین لپاره هرات ولایت ته سفر کړی او په یوه کمپایني غونډه کې یې برخه واخیسته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version