غزني ښار(پژواک، ٤ تله ٩٨): د غزني د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله د ټاکنو ١٧٣ مرکزونه تړلي دي.
بل لورته د غزني حکومتي مسوولين بيا وايي چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالنصير مومند د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې ټولټال د ټاکنو ٤٠٦ مرکزونه دي چې د نا امنيو له امله د ټاکنو په ورځ به يې ٢٣٣ د خلکو پرمخ پرانيستې وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په رشيدان، اجرستان، ناوه، ګيرو او جغتو ولسواليو کې د نا امنيو له امله هېڅ ټاکنې نه ترسره کيږي.
د مومند په وينا، په دغه ولايت کې ٢٥٠ زره کسانو د رايه ورکوونکو په توګه نومليکنه کړې او ډېرو ولسواليو ته د ټاکنو اړين توکي هم رسېدلي دي.
ده وويل: ((له امنيتي ځواکونو سره مو يوځاى د ټاکنو د امنيت لپاره پلان جوړ کړى او هيله مند يم چې ټاکنې به هم رڼې ترسره شي.))
د مومند د معلوماتو له مخې، ولسواليو ته روزونکي استول شوي، ترڅو نويو ګومارل شويو کسانو ته د ټاکنو په برخه کې روزنه ورکړي.
خو بل لورته د غزني اوسېدونکي بيا د ټاکنو د امنيت په اړه اندېښمن دي.
د غزني ښار اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل چې د ولسواليو ترڅنګ په غزني ښار کې هم امنيتي وضعيت ښه نه دى.
دى وايي: ((هره شپه په کمربندي پوستو جنګونه وي، فکر نه کوم ټاکنې دې په ارامه فضا کې ترسره شي.))
دغه راز د غزني د اندړوولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم امنيتي وضعيت هېڅ ښه نه دى.
ده وويل: ((موږ غزني ښار ته ډېر نږدې يو، خو زموږ د ولسوالۍ ډېرې سيمې له طالبانو سره دي، فکر نه کوم چې خلک دې په ټاکنو کې برخه واخلي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن