ترينکوټ (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د اروزګان روغتيايي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې له اتو مياشتو وروسته تر خپل واک لاندې سيمو کې د پوليو واکسين تطبیق ته کلينيک په کلينيک اجازه ورکړه.
دوى دا خبر په داسې حال کې ورکړى چې په روان زېږديز کال کې په دغه ولايت کې تر اوسه د ګوزڼ اته مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د اروزګان عامي روغتیا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل د تلې په ٢٢مه په دغه ولايت کې د ګوزڼ د واکسين د پيل په مراسمو کې وويل چې په دغه کمپاين کې به څه کم دوه سوه زره ماشومان واکسين شي.
هغه زياته کړه، په امنو سیمو کې به د واکسین دغه لړۍ د پخوا په څېر کور په کور او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې به دغه ځل کلينيک په کلينيک تطبیق يي.
د نوموړي په وينا، طالبانو له اتو مياشتو وروسته هغو روغتیا پالانو ته اجازه ورکړه چې دغه کمپاین کلینیک په کلینیک عملي کړي.
مياخېل وايي اروزګان د هېواد په کچه په تېرو څو مياشتو کې تر ټولو د ګوزڼ د زیاتو مثبتو پېښو شاهد دى او که د دغه ويروس مخنیوی ونه شي، نو ناوړه حالت به رامنځته شي.
د اروزګان مرستیال والي سيد سادات ناصري هم په دغه ولایت کې د ګوزڼ وایروس د اتو مثبتو پېښو ثبتېدل د اندېښنې وړ وباله.
هغه له طالبانو او د کورنيو له مشرانو وغوښتل چې د دغه کمپاین پر وړاندې خنډ نه پېښوي او روغتیا پالو ډلو ته اجازه ورکړي چې دغه کمپاین کور په کور تطبیق کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن