کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٨): د امريکا دفاع وزير مارک اسپير وايي، هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي مرکز بدل شي.
اسپير چې تېره مياشت د امريکا د نوي دفاع وزير په توګه ټاکل شوى، پرون په افغانستان ته په اول ځل په يو ناڅاپي سفر راغلى و.
هغه د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله او د ناټو له قوماندان او نورو مشرانو سره ليدلي دي.
د امريکا دفاع وزير د تلې په ٢٩مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې له افغان ولسمشر سره يې ګټورې خبرې کړې دي.
نوموړي زياته کړې چې له ولسمشر اشرف غني سره يې په ليدنه کې د ناټو د روزنې له ماموريت سره د امريکا د دوامدارې همکارۍ ژمنه تازه کړه.
اسپير ويلي: ((له افغان مشرانو سره په ليدنو کې مو موافقه وکړه چې افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي مرکزونو بدلېدو ته پرې نه ږدي.))
هغه دغه راز ويلي چې د ناټو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره يې په ليدنه کې يې د هغوى د فعاليتونو ستاينه وکړه.
د امريکا دفاع وزير زياته کړې چې د يوه خپلواک او ډيموکرات افغانستان ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن