مزارشريف (پژواک، ۵ لړم ۹۸): د بلخ پوليس وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د جنايي جرمونو او غلاوو د مخنيوي په موخه د بې پلېټ موټرو او موټرسایکلونو ټولولو کمپاین پيل کړی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د لړم په ۵مه پژواک ته وويل چې دغه کمپاين به په دوو پړاوونو کې د بې اسناده موټرسايکلونو او موټرو تر بشپړ ټولېدو پورې دوام ولري.
هغه زياته کړه چې دمګړۍ يواځې بې پلېټه او بې اسناده موټرسايکلونه راټولوي او په دويم ګام کې به د بې اسناده موټرو د ټولولو لړۍ پيل کړي.
د نوموړي په خبره، د ناقانونه موټرو او موټرسايکلونو ټولولو او ضبطولو کمپاين يې وروسته له هغه پيل کړ چې په وروستيو ورځو کې له همدې ناقانونه وسايطو په استفادې د جرايمو کچه لوړه شوې ده.
عادل وويل چې د دغه کمپاين په لومړۍ ورځ سلګونه بې اسناده او بې پلېټه موټرسايلکونه د بلخ پوليسو ضبط کړي دي.
هغه زياته کړه، دغه راز يې پر يوه موټرسايکل د دوو کسانو پر سپرېدو هم بنديز لګولی دی.
د مزارشريف اوسېدونکي هم د پوليسو له خوا د ناقانونه وسايطو ضبطولو ګام ستايي خو غوښتنه يې دا ده چې دغه لړۍ دې دوامداره و اوسي.
د مزارښار اوسېدونکي عبدالصبور پژواک ته وويل چې ډېرې وژنې، تښتونې او غلاوې له بې اسناده وسايطو په استفادې ترسره کېږي.
نوموړی زياتوي چې پوليسو بايد ډېر پخوا د يادو وسايطو راټولولو کمپاين پیل کړی وای.
هغه له پوليسو وغوښتل چې د ناقانونه وسايطو راټولولو په برخه کې له چا سره د مور او میرې چلند ونه کړي.
هغه وايي: ((په تېرو کلونو کې هم دغه ډول کمپاينونه شوي، خو پوليسو به يواځې د هغو کسانو وسايط ضبطول چې بې واسطې وو، خو هيله لرو چې دا ځل دغه پروسه رڼه وي.))
د بلخ پوهنتون محصله حميرا هم وايي چې ډېری غلاوې له بې اسناد او بې پلېټه موټرسايکلونو څخه په استفادې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن