ایبک (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او یو بل ټپی شوی دی.
د دره صوف پایین ولسوالۍ سرپرست او اجرایه امر انجنیر قربان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د یادې ولسوالۍ په بلوچ سیمه کې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د دې ولسوالۍ د سادات کلي د پراختیايي شورا رییس سید احرار ترڅنګ دوه ښځې او څلور سړي شامل دي.
د هغه په وینا، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د سید احرار موټر د بلخ ولایت له مرکزه د دره صوف پایین ولسوالۍ په لور د حرکت په حال کې و چې له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې تلې میاشتې په ۱۳مه د سمنګان په مرکز کې د یوې ترفیکي پېښې په له امله د سرپل د امنیې قوماندانۍ د امنیت د امر عبدالصبور ثبات په ګډون شپږ کسان ووژل شول او ۱۱ نور ټپيان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن