جلال اباد (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د ١٣ پاکستانيانو، ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش ډلې نږدې ١٠٠ غړي په ننګرهار ولايت کې دولت ته تسليم شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو ته تسليم شوي دي.
هغه زياته کړه چې په تسليم شوو کې ١٣ پاکستانيان، ١٧ مېرمنې او ماشومان شامل دي.
د نوموړي په وينا، دا لړۍ روانه ده او ډېر ژر به بشپړ معلومات له رسنيو سره شريک شي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د ملي اردو کومانډو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو پر مهال دوى ته تسليم شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په تسليم شوو کې ١٧ ښځې او ٢٨ ماشومان هم شامل دي.
د يو بل خبر له مخې، د اچين ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو د توغندیو بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي، په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه د ګډو ځواکونو عمليات جريان لري چې په کې ډېرې سيمې ترې پاکې شوې دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن