خوست ښار (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): د خوست ولايت سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال د جلغوزو حاصلات زيات او بيه يې دوه برابره لوړه شوې ده.
هغوى اټکل کوي چې سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ٣٠ زره ميټريک ټنه جلغوزي چين ته صادر شي.
هغوی يې عمده لامل د افغانستان او چين ترمنځ د هوايي دهليز پرانيستل بولي، چې له امله يې ددغه ولايت د جلغوزيو بيه لوړه شوې ده.
ددې ترڅنګ د ولسمشر محمداشرف غني له لوري د جلغوزو پرقاچاق بنديز هم ښايي سږ کال د جلغوزيو د بيې لوړېدو بل لامل وي.
دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لورته په يوه ځانګړي مارکېټ کې لومړى چاڼ او بيا په بوريو کې تر بسته بندۍ وروسته چين ته د استولو لپاره کابل ته لېږدول کيږي.
له خوست سربېره د پکتيا او پکتيکا کروندګر هم خپل د جلغوزيو حاصلات د خرڅلاو لپاره دغه مارکېټ ته راوړي.
د جلغوزو د سوداګرو په وينا چې دغه ځای کې د جلغوزيو د پاخه من نرخ چې ۵۰ کيلوګرامه دی، شاوخوا ۱۲۵ زره افغانۍ دی.
د ګل محمد په نوم د جلغوزيو يو تن کروندګر پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د تېر کال په پرتله يې سږ کال بيه دوه برابره ده، خو په ځينو سيمو کې يې د طبيعي آفتونو له امله حاصلات کم دي.
هغه زياته کړه : ((سږکال په پکتيا او پکتيکا کې ډېر کم دي. دلته ږلۍ وهلي دي، ګرمي وهلي نو ځکه يې حاصلات کم دي د چا به چې لس بورۍ کيدل، هغه اوس تقريباً دوو بوريو ته رسېدلي دي.))
په خوست کې د جلغوزيو د سوداګرو اتحاديې مشر شهزاده You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن