جلال اباد (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د بډا کڅ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د انور او ورېښمين په نومونو د دوو کورنيو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله شخړه شوې ده.
خوږياڼى وايي چې د شخړې پر مهال دواړو لورو پر يوه بل ډزې کړې چې له امله يې له دواړو لورو ٩ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې پنخه د انور او څلور نور د ورېښمين کورنيو پورې تړاو لري .
هغه زياته کړه چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن