لښکرګاه (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٨): د کورنيو چارووزارت وايي چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دې وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، دغه پېښه نن ماښام کابو پنځه بجې د ناوې په خرابه سيمه کې شوې ده.
ده زياته کړې، د طالبانو له خوا ځاى په ځاى شوى ماين پر شخصي سراچه موټر وربرابر شوى او چاودلى چې له امله يې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د هلمند يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په وژل شويو کې يو نارينه سره له خپل زوى او ښځې شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن