خوست (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د خوست ولایت چارواکو د جاپاني ډاکتر ناکامورا له خدمتونو د قدردانۍ په موخه چې دوه ورځې مخکې په ننګرهار کې ووژل شو، یوه څلورلارې د هغه په نوم ونوموله.
د پژواک اژانس د راپور له مخې، د جاپانۍ مرستندویې موسسې مشر ډاکتر ناکامورا له خپلو پنځو افغان همکارانو سره یو ځای د لېندۍ په ۱۳مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
ناکامورا چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې یې په افغانستان کې د کرنې او بیارغونې په برخو کې خیریه کارونه ترسره کول، څو ورځې مخکې د ولسمشر له خوا ورته د افغانستان تابعیت هم ورکړ شو.
نن (د لېندۍ ۱۵مه) د خوست ولایت چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ناکامورا د ښو خدمتونو په پار د خوست ښار د سبزي منډوي ته نږدې یوه څلورلارې یې د هغه په نوم ونوموله.
د خوست د والي ویاند عبدالواحد پټان په هغو مراسمو کې چې په یاد مناسبت جوړ شوي وو، پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ د ناکامورا د ښو خدمتونو په پار او د چاپان له خلکو سره د غمرازۍ ښودلو لپاره، دغه څلورلارې د هغه په نوم ونوموله.))
هغه زیاته کړه چې ناکامورا د افغانستان د خلکو لپاره ډېر خدمتونه کړي دي او ډېر ژر به د هغه قاتیلین ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د خوست یو مدني فعال بوستان د ناکامورا وژل کېدل یوه لویه ضایع بولي او د چاپان له خلکو سره یې خپله خواخوږي وښوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن