کابل (پژواک،۱۶ لیندۍ ۹۸): د ولسي جرګې غړي ناکامورا ته د احترام په پار په جرګه کې د نوموړي د انځور اېښودو سربېره لس ثانیې چوپ پاتې شول، د ناکامورا وژنه یې د سیمې د استخباراتو کار وباله او د ده د وژنې د عاملانو د پېژندلو غوښتنه یې وکړه.
دغه برید چې مسوولیت یې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستى د روان کال د لیندۍ په ۱۳ مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې رامنځته شو.
افغان ولسمشر څه موده مخکې د PMS جاپانۍ موسسې رییس ډاکتر ناکامورا ته چې په وروستیو لسیزو کې یې په افغانسان کې د کرنې او بیارغونې په برخه کې خیریه کارونه ترسره کول د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی و.
دده د کارونو له ډلې د ننګرهار ولایت په خېوې ولسوالۍ کې د مروارید په نوم د یوه ستر کانال جوړول و چې د هغه په وسیله د کونړ له سیند څخه زرګونه جريبه ځکمې خړوبېږي.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ناکامورا انځور د نوموړي شخصیت ته د درناوي په پار د ناستې په مخکې اېښودل شوی و.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، هغه څه چې ناکامورا په افغانستان کې ترسره کړي حکومت یې د ترسره کېدو توان نه درلود.
نوموړې د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته د سیمې استخبارات د ناکامورا په وژلو تورن کړل او پر حکومت یې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: ((هغه کسان چې ارزښت نه لري ورته زرې موټر ورکړل شوي خو د ناکامورا امنیت ته هېڅ پاملرنه نه کېده او باید قاتلین یې وپېژندل شي او اعدام شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن